په کابل کې د چین سفیر د طالبانو حکومت ته بلنه ورکړه چې په چین کې د همالیا ټرانس څلورمې ناسته کې ګډون وکړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین سفیر ژاوشینګ د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې چین په نړیوالو ناستو کې د طالب حکومت ملاتړ کوي.
مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي چې دوی د یوه مسوول هېواد په توګه په خپلو ژمنو عمل کوي او هڅه کوي چې د سیمې په ثبات او امنیت کې رغنده رول ولوبوي.
د یاودنې ده، چې همالیا ټرانس په درېیمه ناسته کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون کړی وو.
هېره دې نه وي، چې په دې ناسته کې د چین، افغانستان پاکستان، بوتان، نپیال او منګولیا استازي برخه لري.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/31639